پيژندنه او لنډ معلومات
د افغانستان د اسلامي امارت د انرژی او اوبو وزارت یو له سکتوري وزارتونو څخه دی چې په عمده ډول په دوو برخو اوبو او انرژی کې فعالیت کوي د انرژی په برخه کې د دې وزارت دندې او مسؤلیتونه د انرژی سکتور د پالیسۍ او انکشافي پلانونو طرحه او تدوین، د برېښنا د تولید، لېږد او وېش د نوو بنسټیزو پروژو سروې، ډیزاین او انجنیري، د نوي کېدونکو انرژی سرچینو د کارونې ترویج، او د برېښنا د انرژۍ په سکتور کې د خصوصي پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
د برېښنا انرژی خدمتونو د تنظیم لوی ریاست، چې د انرژی او اوبو وزارت د انرژی د معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په عمده توګه د برېښنا بازار سوداګریز، حقوقي، معلوماتي او تخنیکي اړخونه تر پوښښ لاندې راولي او د هېواد د برېښنا بازار مدیریت، تنظیم، څارنه او ارزونه ترسره کوي.
دغه لوی ریاست د برېښنا انرژی د خدمتونو د تنظیم، د جوازلیکونو او اجازه نامو د صادرولو، د هېواد وګړو ته د عادلانه بیې په بدل کې د برېښنا د تأمین، په بازار کې د ملي او نړیوالو نورمونو او سټنډرډونو د پلي کېدو د څارنې، د برېښنايي خدمتونو د کمیت او کیفیت د تضمین، د برېښنا مصرفوونکو د حقونو د ساتنې او په برېښنا بازار کې د سالمې سیالۍ د ترویج مسؤلیت لري. همدارنګه د جوازلیکونو او اجازه نامو په صادرولو سره د برېښنا په بازار کې د شرکتونو او کمپنیو فعالیتونو ته قانوني مشروعیت وربښی.
